په داسې حال کې چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورولو په پېښه قهرجنې مظاهرې دوام لري د ایران ولسمشر حسن روحاني پر ولس د یووالي غږ کړی دی.
د جنورۍ پر ۱۷مه اته کاله وروسته په تهران کې د جمعې مانځه غونډې ته په وینا کې نوموړي زیاته کړه چې د الوتکې رانسکورول یوه بده پېښه وه چې د هغوی زړه يې سیځلې دی خو باید دا پېښه د ایراني کماندان قاسم سلیماني وژنه له پامه ونه وغورځوي.
روحاني وویل، "د ایران دښمنانان د دغه هېواد حکومت او ځواکونه د پوښتنې لاندې راوستل غواړي او د دغې کار لپاره د الوتکې د راپریوتو د پېښې ګټه پورته کوي.
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې په ایران کې د اوکرایني الوتکې د رانسکورلو په پېښه قهرجنې مظاهرې روانې دي او په حکومت انتقادونه کېږي.
ایمنسټي انټرنیشنل د مظاهرچیانو د منتشر کولو لپاره د ایراني ځواکونو لخوا د تشدد په کارولو نیوکې کړي دي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د الوتکې د رانسکوریدو په اړه د پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو ژمنه کړې ده.