په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ په هغو غرنیو سیمو کې کمانډو ځواکونه د زلزله ځپلو د مرستې لپاره ښکته کړل شوي دي چې لارې یې خرابې دي او رسېدل ورته ناشوني دی. د فرانسې خبري اژانس په راپور کې نور تفصیل وګورئ.
په پاکستان کې تر څو کلونو بند پاتې کېدو وروسته، جرمني ته رسېدلي افغانان خوشاله دي چې د خپلو کورنیو له هغو غړو سر بیا یو ځای شول چې وار له مخې په هغه هېواد کې مېشت دي.
د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ وايي یو ځانمرګي بریدګر د بلوچستان نیشنل ګوند د جلسې د پای په شېبو کې ځان والوځاوه.
اتیا کلن حضرت خلیل د سوات د مینګورې د لنډي کس مالت اوسېدونکی وايي د اګست د ۱۵مې سېلاب ورته کور ویجاړ کړ چې هغه یې د بیا جوړولو وس نه لري نو حکومت دې ورته څه چاره وکړي.
د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د خلبیسات بازار د خوړ له پاسه دې پل جوړ شي. دوی وايي، خلبیسات د خوست له
د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان مشال وايي، د سېپټېمبر په دویمه اول د اېف سي ځواک په دروازه کې ځانمرګی برید وشو او له ځانمرګي برید وروسته شپږ وسلوال، مرکز ته په ننوتلو بریالي شول
په اندونیزیا کې د حکومت لخوا د پارلیمان غړو ته د مراعاتو زیاتولو ضد د پوهنتونونو د زده کوونکیو مظاهرې چې د اګست پر ۲۵مه پیل شوې وې، لا هم روانې دي
د پاکستان په پنجاب صوبه کې ګڼ شمېر کسان د سېلاب په اوبو کې لاهم ګېر پاتې دي او حکومت د ډرون الوتکو له لارې په اوبو کې د ایسارو کسانو لټون پیل کړی دی.
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې کې مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو د پرېوتو کورونو له خاورو او ګټو د مړو را ایستلو ته دوام ورکړی دی.
په بنو کې د پولیسو چارواکي وايي د اېف سي ځواک په مرکز کې وسلوال لا هم موجود دي او ډزې کوي. د بنو ډویژن د پولیسو مشر سجاد خان رسنیو ته ویلي دي چې د سېپټېمبر په دویمه د سهار له پینځو بجو وسلوال یاد مرکز ته ننوتي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم زلزلې خلک اغېزمن کړي دي خو تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان یې د کونړ خلکو ته رسولی دی.
نور وښیئ