پراګ - په بلوچستان صوبه کې د ممکنه را روان حکومت څه ذمه وارۍ جوړېږي او ايا که د صوبې قام پرست ګوندونه چې په حکومت کې راځي نو دوی به د امنيت حالات کنټرول کړي او که نه؟ په دی اړه مې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پوځ له پخواني جنرال طلعت مسود سره خبرې کړي او په سر کې مې ترې وپوښتل چې په بلوچستان کې چې کوم ممکنه حکومت دی په هغې کې به د امنيتي ادارو مرضي شامل وي او که نه؟
طلعت مسعود: ګوره په دې کې شک نه شته په بلوچستان کې چې کوم امنيتي حالات دي په هغې کې به ضرور د پوځ او امنيتي ادارو رول وي خو اوس په بلوچستان کې چې کوم قام پرستو ګوندونو انتخابات ګټلي دي د دوی له لارې، پر ځای د دې چې پوځ وکارول شي او د دغه صوبې په خلکو کې نفرت پېدا کړل شي، به ضرور د بلوچستان د حالاتو څه سياسي حل را ايستل کېږي. او همدغه وجه ده چې له انتخاباتو وړاندی د پوځ مشر اشفاق پروېز کياني بلوچستان ته ولاړ او هلته يې ټولو ته وويل چې تاسو په انتخاباتو کې برخه واخلئ.
مشال راډیو: جنرال صاحب، تاسو د قام پرست ګوندونو ذکر وکړ خو د بلوچستان چې څنګه حالات دي هلته خلک خپه دي او ځینو له ووټونو اچولو هم بايکاټ کړی وو، نو آيا قام پرست ګوندونه به د دغه صوبې حالات کنټرول کړي او د صوبې خلک به مطمين کړي؟
طلعت مسعود: ګوره کومو خلکو چې ووټونه ورکړي دي، او دا يوه بدقسمتي ده چې ځینو ګوندونو په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې، د بګتي پارټۍ هم د انتخاباتو مخالفت کړی وو؛ خو دا ده چې دا وار قام پرست ګوندونو څوکۍ ګټلې دي نو زما په فکر د تېر حکومت پرتله به دا وار حکومت ښه وي. دغه رنګ بيا چې د نواز شريف حکومت وي نو هغه به هم هڅه کوي چې کومو بلوڅو ډلو چې په انتخاباتو کې برخه نه ده اخستې هغه هم په سياست ورګډ کړي او له هغوی سره خبرې وکړي.
مشال راډیو: د بلوچستان په حالاتو کې به د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ څه رول وي؟
طلعت مسعود: هغوی به رول ضرور لوبوي ځکه چې هغوی په خپله علاقه کې مضبوط هم دي. د پښتنو به ضرور رول وي ځکه چې دوی په دغه صوبه کې تقريباً ۵۰ فيصده ته رسېدلي دي. او په بلوچستان کې د بلوڅو پرتله د پښتنو مسلې هم کمې دي. خو دا ده چې پښتانه د بلوڅو د مخه نيولو له پاره و نه کارول شي، بلکې هغوی مرکزي سياست ته راولي. او داسې نه چې د انګرېزانو کومه پالیسي موږ خپله کړې چې يوه فرقه له بلې فرقې سره وجنګوو بيا یې وکاروو نو زما په خيال دا د مسلې حل نه دی.