د ډېلي بيسټ ورځپاڼه ليکي چې جنرال راحيل شريف د پاکستاني پوځ د نوي مشر په جوړيدو سره په پاکستان کې ترټولومهمه څوکۍ سمبال کړې ده.
پر دې څوکۍ چې له وړاندې څلور پوځي امران هم پاتې شوي دي ، له دې څخه په هيواد دننه د مخ په زياتېدونکو ایټمي ذخيرو او د افغان طالبانو په ګډون له نورو ترهګر ډلو سره د پاکستان د رابطو نیټورک څارل کيږي.
پر دې سربيره د پاکستان د پوځ مشر د امريکا او د پاکستاني پوځ او حکومتي انتظامې ترمنځه د منځګړيتوب کردار هم ترسره کوي.
پخوانی پوځي مشر اشفاق پرويز کياني په ۲۰۰۴ م کال کې د پاکستان د استخباراتي اداری ای ايس ای مشر جوړ کړل شو.
د ای ايس ای د مشر په حيث اشفاق کياني له افغان طالبانو سره نيغ په نيغه د مرستو لپاره ذمه وار وو او همدغه وجه وه چې په ۲۰۰۱ م کال کې تر ماتې خوړلو وروسته افغان طالبانو په ۲۰۰۴ م کال کې د افغانستان دننه د نړيوال ځواکونو خلاف جنګ پیل کړ چې ورته د پاکستان مرسته ترلاسه وه.
له پاکستاني کومکه پرته طالبان کله هم منظم کېدای نه شو. په ۲۰۱۲ م کال کې د نېټو پټو دستاويزاتو له خپريدو دا خبره مخې ته راغلې وه چې د پاکستانۍ مرستې له کبله طالبان بيا راپورته شول او خپل تحريک يي ژوندی وساتلو. افغان طالبانو ته اسلام اباد پټنځايونه ، تربيه او مالي مرسته ورکړه.
د ډيلي بيسټ په خبره په افغانستان کې د پاکستانۍ ای ايس ای افسران د طالبانو په جامه کې له نړيوال ځواکونو سره په جنګ کې وژل شوي دي.
د نېټو د رپورټ له مخې د پاکستان استخباراتي ادارې د طالب مشرانو له فعاليتونو او اوسېدو ځای څخه هم په مکمله توګه خبر دي.
تر ۲۰۰۷ م کال پورې چې اشفاق کياني د ای ايس ای مشر وو پټ په پټه يي له افغاني طالبانو سره د مرستو نظام چلولو.
همداراز د ای ايس ای د مشر په حيث اشفاق کياني په ۲۰۰۸ م کې د ممبۍ بريدونو پلانونو تيارۍ لپاره هم ذمه وار وو.
په ۲۰۰۵ م کال کې چې کله د ممبۍ بريدونو لپاره ډيوډ هېډلې په نامه يو تن ګمارل کېدو نو په دی کې هيڅ شک نه شته چې اشفاق کياني به له دی خبر نه وو.
که څه هم اشفاق کياني خپله څوکۍ د پوځ نوي مشر راحيل شريف ته سپارلې خو د ای ايس ای لخوا افغاني طالبانو او لشکر طيبه سره همکاري له هم دوام لری ، باوجود د دی چې د پاکستان د دی رويې له کبله پاکستاني طالبان پېدا شو چې اوس پر پاکستان حملې کوي.