دا خبره نوموړي د اګست پر دریمه د مشال راډیو په ځوانانو غږ خپرونه کې کړې ده.
محسن داوړ وايي ، هر ګوند چې پر دې بیانیه له دوي سره اتفاق کوي د هم هغه ګوند ملاتړ به کوي خو په هیڅ یوه ګوند کې به ګډون نه کوي.
نوموړي د خپرونې د کوربه اسرار عالم مومند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوي به تل د پښتون ژغورنې غورځنک برخه وي.