د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت په قبایلو کې تعلیمي پلان عملي کوي


په قبایلو کې یو شمېر تعلیمي ادارې پوره سهولتونه نه لري
په قبایلو کې یو شمېر تعلیمي ادارې پوره سهولتونه نه لري

پراګ - د خېبر پښتونخوا د تعليم وزير ضياالله خان بنګښ وايي چې د صوبې په قبايلي ضلعو کې يې خپل شپږ مياشتنې تعليمي پلان عملي کول پېل کړي چې د جون مياشتې پورې به روان وي.

نوموړي د جنورۍ د اتمې پر ماښام مشال راډیو ته وويل چې د شمالي وزيرستان په ګډون ټولو قبايلي ضلعو کې يې بندې تعليمي ادارې پرانیستل او په تعليمي ادارو کې يې د استادانو د شمېر پوره کول پېل کړي دي.

بنګښ وايي، د تعلیمي ادارو په رغولو او ورته د ټولو اسانتياو په ورکولو يې هم لاس پورې کړی.

نوموړي زياتوي چې د دوی ځانګړې توجو په شمالي وزيرستان ده ځکه چې هلته د بدامنۍ له وجې تعليم ته لوی تاوان رسېدلی.

​د قبايلي سيمو د تعليم څانګې يوه چارواکې ګلرخ وايي، دا وخت په شمالي وزيرستان کې ټولې ۹۱۰ تعليمي ادارې دي چې پکې يوازې ۴۱ غېر فعاله دي.

نوموړې وايي، دا ادارې په مکمله توګه ورانې دي يا د ناامنۍ له وجې بندې دي.

ګلرخ زیاتوي، په فعاله تعليمي ادارو کې د ۱۹۸ سکولونو چاردېواري نشته، ۳۴۰ د څکلو پاکې اوبه نه لري او ۳۴۵ تعليمي ادارې بيا تشنابونه نه لري.

خو د وزيرستان اوسېدونکی او د لاهور کالج پوهنتون زده کونکی مجاهد خان وزير وايي، دا وخت په شمالي وزيرستان کې يوازې ۱۵۰ تعليمي ادارې فعاله دي او نورې شاو خوا ۸۰۰ بندې دي.

مجاهد وايي، دغه شمېرې چې ده په خپله تحقيقاتي مقاله کې هم راخستي د وزيرستان له عام ولس او د قبايلي سيمو له افتونو سره د مبارزې ادارې له چارواکو يې ترلاسه کړي دي.

نوموړی زياتوي چې لا هم د تعليمي ادارو په بيا رغولو کار نه دی پېل شوی خو په وزيرستان کې مدني فعال جمال خان وايي چې کار پېل شوی خو ممکن نه ده چې حکومت به په خپل ياد شپږ مياشتني پلان کې د وزيرستان ټولې تعليمي ادارې په بشپړه توګه بحالې کړي.

XS
SM
MD
LG