د شمالي وزيرستان مشران وايي په سيمه کې مخ په زياتېدونکیو هدفي بريدونو انديښمن کړي دي.
د اپرېل پر اوومه نېټه د ميرعلي یوه ځايي مشر ملک اکبرخان له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په ۲۰۱۴ ز کال د ضرب عضب پوځي عملياتو له کبله په لاکونو وزيرستانيانو خپل کورونه او هرڅه له لاسه ورکړل او اوس چې دوی له اوږدې بې کورۍ پس خپلو سیمو ته کډې یوودې نو بيا داسې انديښنې دي چې ځينې ناڅرګند قوتونه غواړي په دې سيمه کې بدامني پېدا کړي.
نوموړي نور وضاحت ورنکړ خو زياته يې کړه: (په لس قدمه کې له چېک پوستې سره بريد کيږي نو دا څوک کوي؟ ولې کيږي ؟ ايا دا د بيا پوځي عملياتو لپاره ماحول برابرول کيږي؟ يا زما پر سر بيا د چندې راټولو لپاره کيږي؟موږ ويريږو؟ تاسو ته مالومه ده چې طالب څوک وو او ترهګر څو ک وو.)
دا په داسې حال کې ده، چې د مې پراوومه د وزيرستان ځايي چارواکیو مشال رېډيو ته وويل چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې وسلوالو په دوو هدفي بريدونو کې د پوځ څلور عسکر وژلي او اته نور يې ژوبل کړي دي.
د ميرامشا [میرانشاه) يو ځايي مشر ملک خان مرجان هم دا و ته ویل چې په وزيرستان کې د هدفي بريدونو تر شا څوک دي؟
خو زیاته یې کړه چې په غرونو کې له ناستو خلکو سره خبرې روانې دي او له پوځ سره هم په رابطه کې دي. د نوموړي په وینا: (د امن لپاره هلې ځلې روانې دي او کېدای شي چې ډېر زر په روژه مياشت کې د امن په برخه کې یو څه لاسته راوړل شي.)
د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د پارلېمان غړي اقبال اپريدي د دغه مشرانو د څرګندونو په غبرګون کې له مشال رېډيو سره په خبرو کې دا پوښتنې بې ځايه وبللې چې هدفي بريدونو له چېک پوستونو سره نږدې کيږي خو بيا يې هم مخنيوي نه کېږي:
(دا د دوی اندېښنې دي خو خبره دا ده چې يو محب وطنه پاکستانی پو ځ ته ډېر په درنه سترګه ګوري. قبايلي سيمو ته واپس تلل اسان کار نه وو. د پوځ د قربانيو په نتيجه کې قبايلي سيمې له وسلوالو پاکې شوي دي.)
د مشال رېډيو خبريال وايي په تېر يوه کال کې په شمالي وزيرستان کې څه باندې ۴۰ هدفي او بمي بريدونو شا وخوا ۶۰ ولسي او انتظامي وګړي او امنيتي سرتيري وژل دي.
رسنیو ته په لېږلیو خبرپاڼو کې پر امنیتي عسکرو د ډېری بریدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان حکيم الله مسود وسله ډلې منلې.
پوځي او ولسي چارواکو د نوم ښودو په شرط مشال رېډيو ته ويلي دي چې د داقسمه پېښو د مخنيوي لپاره هڅې کوي.