د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونه ایران کې پر مظاهرچیانو تشدد غندلی


په ایران کې مظاهرې.
په ایران کې مظاهرې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې مشرې د ایران امنیتي ځواکونه د مظاهرچیانو پر ضد په سخت تشدد کارولو تورن کړي دي.

میچل بچیلیت د دسېمبر پر شپږمه وویل چې هغه په ایران کې د اوسنیو مظاهرو وروسته د مظاهرچیانو په نیولو او زورولو اندېښمنه ده.

نوموړی زیاته کړه مستندې ویډیوګانې ښايي چې د مظاهرچیانو پرضد سخت تشدد کارول شوی. او دا هم لېدل شوي چې امنیتي ځواکونه په پرامنه مظاهرچیانو ډزې کوي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو د ادارې مشرې زیاته کړې چې دا ایراني ځواکونو دا کارونه د نړیوالو اقدارو او بنیادي بشری حقونو سرغړونه ده.

ایمنسټي انټرنیشنل د دسېمبر پر دویمه وویل چې په ایران کې د مظاهرچیانو پرضد په عملیاتو کې تر اوسه ۲۰۸ کسان وژل شوي دي.

ایراني چارواکیو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG