د بښنې نړيوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) وايي، شواهد لري چې د ۲۰۱۹ز په نومبر کې ایرانیو امنيتي ځواکونو د حکومت ضد مظاهرو پر مهال د خپل ځواک په ناقانونه استعمال لږ تر لږه ۲۳ ماشومان وژلي ول.
د بشري حقونو لندن مېشتې ادارې د مارچ پر څلورمه په بيان کې ويلي چې پلټنې یې ښيي چې امنيتي ځواکونو پر بې وسلې مظاهره کوونکو او نېږدې ولاړو خلکو ډزې کړې وې او د یوې نجلۍ په ګډون یې ۲۳ ماشومان وژلي.
اداره وايي، پلټنې ښيي د وژليو ۲۲ هلکانو عمرونه له ۱۲ او ۱۷ کلونو په منځ کې ول او د نجلۍ عمر له اتو تر ۱۲ کلونو په منځ کې وو.
د منځني ختیځ او شمالي افريقا د چارو لپاره سازمان یو مشر فېلېپ لوتر د وژنو د خپلواکه او بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ذمه وارو کسانو خلاف دې کارروايي شي.
په ايران کې د نومبر پر ۱۵مه د تېلو د بیو زیاتېدو ضد په ټول هېواد کې مظاهرې شوې وې.
د بښنې نړيوال سازمان زیاتوي، د مظاهرو پر مهال د امنیتي ځواکونو په کارروایانو کې ۳۰۴ کسان وژل شوي ول او زرګونه ټپیان ول.