د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين او روسيې ترمينځ بريدونو کې دواړو خواوو ته ۳ کسان وژل شوي دي


د اوکراين پر دنيپروپېتروفسک سيمې د روسيې تر ډرون بريدونو وروسته د ژغورنې ډلې کارکوونکي مرسته کوي - انځور له ارشيفه
د اوکراين پر دنيپروپېتروفسک سيمې د روسيې تر ډرون بريدونو وروسته د ژغورنې ډلې کارکوونکي مرسته کوي - انځور له ارشيفه

د اوکراین او روسیې ترمينځ په بريدونو کې دواړو خواوو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د اوکراین هوایي ځواک د اپرېل پر ۲۹مه ویلي دي چې روسیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکراین ۱۰۰ بې پيلوټه الوتکې توغولې دي.

په دنیپروپېتروفسک سیمه کې د دغو بریدونو په پایله کې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې او درې تنه نور ژوبل شوي هم دي.

بلخوا روسيو چارواکو ویلي دي چې په بېلګورود کې پر یوه موټر د اوکراینيو ځواکونو په برید کې دوه روسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

دغه اوربند به د مې له اتمې تر ۱۰مې پورې نافذ وي چې د نازي جرمنانو په وړاندې د شوروي اتحاد د بریا له ۸۰مې کلیزې سره برابرې ورځې دي.

بلخوا د اوکراین ولسمشر د پوتین دغه اعلان نمایشي بللی دی.

XS
SM
MD
LG