د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مې په ۱۱مه، له امريکا سره د ايټمي پروګرام په اړه خبرو لپاره عمان ته تللی دی.
دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ايران د ايټمي پروګرام په اړه د مذاکراتو څلورم پړاو دی.
بلخوا د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی او د امریکا لوړ پوړی مذاکره کوونکي، سټیف ویټکاف د مې په لسمه، د برېیټباټ نيوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د واشنګټن دریځ د ایران د یورانیموغني کولو بشپړ ودرول دي. د هغه په وینا، ایران باید خپل ايټمي پروګرا تاسیسات له منځه يوسي.
ویټکاف زیاته کړې چې که د مې يوولسمې بحثونه مثبتې پایلې ونلري، نو دوی باید بدیلې لارې ولټوي. هغه خبرداری ورکړ چې په عمان کې د پرمختګ نشتوالی کولی شي د خبرو اترو اوسنی بهیر پای ته ورسوي.
بلخوا د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد د یورانیمو غني کولو څخه د لاس اخیستلو او د ایران د ایټمي پروګرام د له منځه وړلو امکان رد کړ.