په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې د مې پر ۱۳مه د هغه هېواد په بدخشان، نورستان او کونړ ولايتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د مې پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې په هغو ولايتونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۲۰ ملي ميټره ترمينځ اټکل شوې ده.
په بيان کې دا هم ویل شوي دي چې په لوېديزو، سویلي او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو امکان شته، چې سرعت به یې په بېلا بېلو ځایونو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کیلوميټرو پورې وي.
تر دې وړاندې، د مې پر ۱۲مه هم د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د باران او سېلابونو وړاندوینه شوې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي چارواکو د روان کال د فبرورۍ په پای کې ويلي ول چې د افغانستان په درې ولایتونو کې سختو بارانونو او ږلۍ او سېلابونو ۳۶ کسان وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي دي چې په افغانستان کې د باران کچ له اوسط څخه ټیټ دی.
د دې ادارې په وینا، د افغانستان په ځينو ولايتونو کې وچکالي یوه جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.