د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا ویلې دي چې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتل یو ناورین وو.
نوموړي چې په قطر کې یې د العدید په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته وینا کوله، یو ځل بیا وویل که هغه مهال د جو بایډن پر ځای دی ولسمشر وای، باګرام هوايي اډه به یې چې دده په وینا چین ته نږدې ده نه وه پریښې. نوموړی یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه دا مهال د چین په اشغال کې ده.
که څه هم چین په افغانستان کې ځینې پروژې ترلاس لاندې لري خو د دې خبرې پخلی یې نه دی کړی چې ګینې د افغانستان باګرام هوايي ډګر د هغوی په ولقه کې دی.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې په تېره دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمینځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو، تر دې مخکې هم د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي سرتیرو په وتلو انتقاد کړی دی او هغه اقدام یې د امریکا لپاره شرمونکی بللی وو.
امریکايي سرتیري د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشت په پای کې هغه مهال چې جو بایډن د امریکا ولسمشر وو، له افغانستان څخه ووتل او ورسره طالبان په ټول افغانستان بیرته واکمن شول.
د بایډن ادارې د هغې هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه امریکايي سرتیرې وویستل چې د ډانلډ ټرمپ د تیرې ولسمشرۍ دورې پر مهال د امریکا او طالبانو ترمینځ په دوحه کې شوې وه.