د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانيې، فرانسې او کاناډا پر غزې د بريدونو په غبرګون کې د اسراييلو پر ضد د "پرېکنده اقداماتو" ګواښ کړی


له غزې سره پوله د اسراييلو پوځي ټانکونه ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه
له غزې سره پوله د اسراييلو پوځي ټانکونه ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

د برتانيې، فرانسې او کاناډا مشرانو اسراییلو ته ګواښ کړی چې که چیرې د غزې په تړانګه کې بریدونه بند نه کړي او د مرستو محدودیتونه لیرې نه کړي، نو دوی به د اسراییلو پر ضد "پرېکنده اقدامات" وکړي.

دا تر هغه وروسته ده چې د اسراییلو پوځ د مې پر ۱۶مه د نويو پوځي عملیاتو اعلان وکړ او د اسراييلو وزيراعظم بنيامين نتنیاهو بيا د مې پر ۱۹مه وویل چې اسراییل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو کارپوهانو مخکې لا خبرداری ورکړی دی چې هغه سیمه د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخامخ ده.

د مې پر ۱۹مه په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د برتانیې حکومت خپره کړې، ویل شوي: "د اسراییلي حکومت له خوا د ملکي وګړو لپاره د حیاتي بشري مرستو ردول د منلو وړ نه دي، او دا د نړیوال بشر دوستانه قانون د سرغړونې خطر زېږوي."

اعلامیه زیاتوي، "که اسراییل خپل نوي پوځي بریدونه بند نه کړي او د بشري مرستو محدودیتونه لیرې نه کړي، موږ به ورته د ځواب په توګه نور روښانه اقدامات ترسره کړو."

بلخوا نتنياهو په غبرګون کې ويلي دي چې د لندن، اوټاوا او پاریس مشران هغه خلکو ته "ستره جایزه" ورکوي چې د ۲۰۲۳ز کا د اکتوبر پر اوومه یې پر اسراييلو د "نسل وژنې" بريد وکړ او دا اقدام نورو "ورته وحشتونو ته بلنه" ورکوي.

اسراییلو له مارچ میاشتې راهیسې د غزې تړانګې ته د درملو، خوړو او سونګ موادو د داخلېدو مخه نیولې، ترڅو پر حماس فشار واچوي چې برمته شوي کسان خوشې کړي.

دا کسان د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو د حماس د برید پر مهال نیول شوي ول.

بلخوا دغو دریو لوېدیزو مشرانو په ګډه اعلامیه کې زياته کړې ده: "موږ تل د اسراییلو دا حق منلی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د خپلو خلکو دفاع وکړي، خو دا تازه جګړه له هر پلوه بې‌ سارې او نه توجیه کېدونکې ده."

هغوی وویل چې د نتنیاهو حکومت د دا ډول خطرناکو اقداماتو پر مهال به دوی غلي پاتې نه شي.

هغوی د امريکا، قطر او مصر له خوا د سمدستي اوربند لپاره د روانو هڅو ملاتړ اعلان کړ، او دا یې هم څرګنده کړه چې د فلسطین د دولت پېژندنه به د شخړې د "دوه دولتونو" د حل د یوې برخې په توګه تر سره شي.

حماس د دغې ګډې اعلامیې هرکلی کړی او دا دریځ یې د نړیوالو قوانینو د اعادې پر لور "یو مهم ګام" بللی دی.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې له ۵۳،۰۰۰ زيات فلسطينيان ووژل شول، چې زياتره يې ملکيان ول. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.

امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله ګڼي.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG