شمالي وزيرستان کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف پرلت دوام لري
د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس په ډرون برید کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاجي پرلت ته دوام ورکړی دی. د ځايي خلکو په وينا د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان په هورمز سیمه کې د پاکستان پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان ووژل شول او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شول. د پرلت مشران وايي چې د مې پر ۲۲مه يې له انتظامیې او پوځ سره خبرې وکړې، خو په وينا يې چې څه ډول نتيجه يې لا نه ده ورکړې. ويډيو رپورټ