د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په يوه ورځ کې پر اوکراين ۳۶۷ حملې کړې دي


په کیېف کې د روسي په بمبارۍ کې ويجاړې شوې موټرې
په کیېف کې د روسي په بمبارۍ کې ويجاړې شوې موټرې

د اوکراین چارواکي وايي روسیې د مې په ۲۵مه، د اوکراين پر پلازمېنې کيېف سختې حملې کړې دي چې پکې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.

اوکرايني چارواکو رسنيوو ته ويلي چې د روسیې بې پيلوټه الوتکو او میزايلو په بریدونو کې ۷۰ کسان ژوبل شوي هم دي. د اوکراين هوايي ځواک په يوه خبرپاڼه کې وويل چې روسیې ۳۶۷ هوايي بريدونه کړي چې پکې ۳۰۰ ډرون بریدونه، او د ۵۸ کروز تر څنګ د ۹ بېلېسټيک میزايلو ویشتل شامل دي.

د کیېف تر څنګ، د خارکیف، سومي، ترنوپیل، میکولایف او اوډیسا په ګډون ګڼو سیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي. د اوکرايني چارواکو په خبره دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې پر اوکراين د روس تر ټولو لويه حمله وه. د اوکراين ولسمشر ويلادېمير زېلينسکي په يو بیان کې ويلي چې نړۍ دې پر دې هر څه سترګې نه پټوي. هغه پر امريکا او د نړۍ په نورو هېوادونو غږ کړی چې په دې اړه دې خاموشه نه پاتېږي.

بلخوا روسي چارواکو ويلي چې د اوکراين هغه ۴ بې پايلټه ډرون الوتکې یې ویشتلي چې پر مسکو د حملې لپاره ورروانې وې.

په همدې حال کې د روسیې او اوکراين ترمنځ د ۱۰۰۰ بنديانو د تبادلې لړۍ د مې پر ۲۵مه پای ته ورسېده. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنګي بندیانو تر ټولو لويه تبادله وه. اوکراين ويلي چې د مې پر ۲۳مه پيل شوې دې تبادله کې اخري بندیان چې شمېر یې ۳۰۳ وو، د مې پر ۲۵مه یو بل ته وسپارل شول.


XS
SM
MD
LG