په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.
هغه وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې تر دې يوه ورځ مخکې هم په ستنو شويو کډوالو کورنيو کې ۱۰۳ له پاکستانه او پاتې یې له ايرانه ورغلې دي.
د خبرپاڼې له مخې، له هغو کورنيو سره لومړنۍ مرستې شوي، ځینې يې خپلو سیمو او ځينې یې جوړو لنډمهاله کيمپونو ته لېږدول شوې دي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په هرات، کندهار، نيمروز او ننګرهار کې د تازه ورستنو شويو کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي چې پکې درمل او خوراکي مواد وېشي. خو هغې ادارې ويلي دي چې نورو نړيوالو مالي مرستو ته ضرورت لري.
پر دې سربېره د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي دي چې د مې پر ۲۶مه ۶۹ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته ورستانه شول.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ويلي ول چې د مې پر ۲۲مه او ۲۳مه هم د پاکستان له زندانونو ۲۷۲ افغان کډوال تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ورګرځېدلې دي.
پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو ايستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وایستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغان کډوال باسي.
د کډوالو د ايستلو پر مهال هلته پوليسو يوشمېر افغانان بنديان کړي هم دي، چې وروسته يې بيا خپل هېواد ته ستانه کړي دي.