د اسراییلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د مې پر ۲۸مه ويلي دي چې په غزه کې د حماس ډلې مشر محمد سنوار وژل شوی دی.
نوموړې تر دې وړاندې، د روانې مې میاشتې پر ۲۱مه د غزې په جنوب کې پر یوه روغتون د اسراییلو د برید پر مهال د محمد سنوار د وژلو احتمال ښوولی وو.
د اسراییلي چارواکو په وینا د حماس مشر محمد سنوار، چې د هغې ډلې د وژل شوي پخواني مشر یحیا سنوار کشر ورور دی، د اسراییلو لپاره د مطلوبو کسانو په مهم نوملړ کې وو.
حماس لا تر اوسه د محمد سنوار وژنه نه ده تایید کړې.
محمد سنوار، د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې د يحيا سنوار تر وژل کېدو وروسته د حماس فلسطینۍ ډلې مشري پر غاړه واخيسته.
يحيا سنوار د ۲۰۲۴ز کال د جولای پر ۳۱مه په تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د هغې ډلې مشر مقرر شوی وو.
يحيا سنوار پر اسراییلو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر اوومې د ناڅاپي او بېساري برید له اصلي طراحانو ګڼل کېده.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا، د اوربند تر پیلېدو پورې پکې له ۵۳،۰۰۰ زيات فلسطينيان ووژل شول، چې زياتره يې ملکيان ول.
بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې ځایه شوي دي.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.
امريکا او اروپايي ټولنه حماس يوه ترهګره ډله ګڼي.