د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازبکستان د پانګونې نړیوال کنفراس کې د طالبانو پلاوی هم ګډون کوي


د طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره تاشکند ته په لار دي
د طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له یوه پلاوي سره تاشکند ته په لار دي

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت د صعنت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي د جون پر نهمه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته تللی دی.

د طالبانو په واک باختر خبري اژانس د دې طالب پلاوي د سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړیوال کنفراس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پریکړو او ژمنو څیړل یاد کړي دي.

په تاشکند کې د پانګونې دا نړیوال کنفراس هرکال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، وزیرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړیږي.

بل پلو، ازبکستان د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته ۱۸۳ ټنه بشري مرستې هم لېږلې دي. په دې مرستو کې چې خوارکي توکې شامل دي د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته رارسیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازبکستان په ګډون د نړۍ یوه هیواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. طالبان د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په زرو پر افغانستان واکمن شوي وو.

XS
SM
MD
LG