ایران د جون پر ۱۶مه د اسماعیل فکري په نوم هغه کس په دار ځړولی دی چې د دوی په وینا، اسراییل ته یې جاسوسي کوله.
د ایران عدلیې له خوا په ورکړل شوي خبر کې ادعا شوې چې فکري د اسراییل له استخباراتو ( موساد) سره اړیکه درلوده او هغوی ته یې د پيسو په بدل کې حساس معلومات ورکول.
اسماعیل فکري داسې مهال اعدامیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې ویلي چې ایران تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه په دې تور اعدام کړي چې د دوی په وینا، اسراییل ته د جاسوسۍ کوله.