د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پيټرولو او ډيزلو په نرخونو کې زياتوالی اعلان کړی دی


د پيټرولو او ډيزلو په نرخونو کې اعلان شوی زیاتوالی به د جون له ۱۶ مې عملي کېږي.
د پيټرولو او ډيزلو په نرخونو کې اعلان شوی زیاتوالی به د جون له ۱۶ مې عملي کېږي.

د پاکستان د وفاقي حکومت له خوا د پيټرولو او ډيزلو په نرخونو کې اعلان شوی زیاتوالی به د جون له ۱۶ مې عملي کېږي.

د پيټرولو نرخ د ليټر پر سر ۴.۸۰ روپۍ ګران شوی چې ورسره د يو ليټر پيټرولو بیه ۲۵۸.۴۳ روپۍ ته لوړه شوې ده. په دې هېواد کې د ډيزلو بيه هم د لیټر پر سر ۷.۹۵ پيسې زياته شوې. اوس به یې نوی نرخ ۲۶۲.۵۹ روپۍ وي.

د خيبرپښتونخوا د ټرانسپورټرانو د اتحاديې مشر خواجه محمد خان مومند د جون په ۱۶ مه مشال راډيو ته وويل چې د پيټرولو او ډيزلو بيو لوړېدو سره به ضرور د ګاډو کرايې زياتوي او د ده په خبره اغيز به يې پر ولس راځي.

بلخوا د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د جون په ۱۶ مه خبر ورکړی دی چې د هېواد وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې اړونده ادارو ته امر شوی چې د اسراييل او ايران ترمنځ د روانې جګړې پر مهال د تېلو پر رسد او نرخونو نظر وساتي او دارنګ د هېواد د تېلو ضرورت مطابق د دې رسد يقيني کړي.

XS
SM
MD
LG