د لاسرسي ځای

تازه خبر

روزا اوتنبایووا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان رپورټ وړاندې کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې پخوانی عکس.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې پخوانی عکس.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت وايي، د جون پر ۲۳مه به د امنیت شورا ته رپورټ وړاندې کوي.

یاد ماموریت پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د یوناما مشره روزا اوتنبایووا به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعت په اړه خپل رپورټ وړاندې کړي.

یوناما لیکلي دي چې روزا اوتنبایوا به دا درې میاشتنی رپورټ په نیویارک کې د امنیت شورا ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د ۲۰۲۵م کال د لومړیو دریو میاشتو په رپورټ کې دې ته اشارې درلودې چې ګواکې دوی په افغانستان کې واکمن طالبان دې ته هڅوي چې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ته توجه زیاته کړي.

یوناما په خپل مخکني درې میاشتني رپورټ کې په ځانګړي ډول په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پیښو ته اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې دا ډول سزاګانې زیاتې شوې دي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې دي.

د ۲۰۲۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان په زور واکمن شویو طالبانو تل داسې تورونه رد کړي چې ګواکې دوی له بشري حقونو سرغړونې کوي.

دوی وايي، د شریعت په رڼا کې یې ټولو افغانانو ته حقونه ورکړي دي خو د نړۍ یوه هیواد لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG