د انډونیشیا د لټون او ژغورنې چارو اداره وايي چې له بالي ټاپو سره نېږدې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې پینځه تنه وژل شوي او لسګونه ورک دي.
رویټرز اژانس وايي، په کښتۍ کې ۶۵ تنه سپاره ول او د جولای پر درېیمه هم د ورکو کسانو لټون روان وو.
اژانس وايي، مرستندویه کارکوونکو تر اوسه ۳۵ تنه ژغورلي او د نورو د موندلو هڅه کوي.
د انډونیشیا د ژغورنې چارو ملي اداره وايي، کښتۍ د جولای پر دویمه د ختیز جاوا ولایت له بنیووانګې بندره د بالي پر لوري تر روانېدو شاوخوا نیم ساعت وروسته ډوبه شوه.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، د ژغورنې په عملیاتو کې یو هېلېکاپټر او ۱۵ کښتۍ کارول شوي او کب نیوونکي او ځايي خلک هم ورسره مرسته کوي.
اژانس زیاتوي چې خراب موسم د ژغورنې چارې ټکنۍ کړې دي.