د چین د بهرنيو چارو وزارت وايي، بيجنګ له واشنګټن سره سلا شوی چې خپلمینځي اختلافاتو ته حللارې ولټوي او دوه اړخيزه همکاري پراخه کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جولای پر ۱۱مه په ملایشیا (مالیزیا) کې د يوې سيمه ييزې غونډې په څنډه کې سره وليدل.
تر دې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې وویل، بیجنګ هیله لري چې امريکا ورته له منطقي او عملي لیدلوري نظر وکړي او خپله پالیسې د يوه سوله ييز او ګډ ژوند هدف ته په پام جوړه کړي.
د فرانسې خبري اژانس د روبیو په حواله ويلي چې هغه له خپل چينايي سيال سره له ناستې خوشال وو خو ټينګار يې وکړ چې دا یوه مذاکراتي ناسته نه وه.
هغه زياته کړې، دواړه لوري هيله من دي چې د چين او امريکا ولسمشران هم سره وګوري، خو په خبره يې چې د هغې لپاره تراوسه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سږ کال په اپرېل کې پر یوشمېر سوداګریزو شریکانو تعرفې ولګولې او پر چین یې په بېساري ډول زیاتې کړې چې ورسره د دواړو هېوادونو تعلقات لا ساړه شول.
تعرفه هغه ټیکس یا مالیه وي چې یو حکومت یې پر واردېدونکو (درامدېدونکو) شیانو لګوي.