د لاسرسي ځای

تازه خبر

بر جنوبي وزیرستان کې پر کور د هاوان لګېدو پېښه کې ۱ ښځه وژل شوي، ۳ تنه ژوبل دي


پولیس وايي، پېښه د شکتوی په ژور کلي ملکشي کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د شکتوی په ژور کلي ملکشي کې شوې ده.

د بر جنوبي وزیرستان په شکتوی کې پر یو کور د هاوان (مارټر) لګېدو په پېښه کې یوه ښځه وژل شوي او بله ښځه او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د سیمې اوسېدونکو او د لدې تحصیل د پولیسو مشر هدایت الله مسید مشال راډیو ته وویل چې پېښه د جولای پر ۲۰مه سهار په ژور کلي ملکشي کې شوې ده.

د سیمې اوسېدونکي وايي د پوځ او وسلوالو ترمینځ په نښتو کې او د عملیاتو پر مهال دا ډول پېښې اکثر کېږي.

یو ولسي مشر ملک سعید انور مشال راډیو ته وویل چې خلک بې وسه دي، امنیتي ځواکونه او وسلوال دواړه د "زور څښتن" دي او خلک ورڅخه د امن "سوال" کوي.

په سیمه کې پوځي چارواکو لا د دې دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د پولیسو ځايي مشر زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

په جنوبي وزیرستان کې تر دې مخکې په داسې پېښو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.

د جولای پر ۱۸مه په انګور اډه کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د یو غړي مولانا رفیع الدین پر کور د مارټر توغندي لګېدو په پېښه کې یوه ماشومه ووژل شوه او درې ژوبل شول.

تر دې یوه ورځ وروسته د سیمې اوسېدونکو احتجاج وکړ.

امنیتي ځواکونو په تېرو وختونو کې ویلي دي چې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات ضروري دي او په بیا بیا یې ټینګار کړی دی چې د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو خوندیتوب ته پام کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG