د طالبانو او پاکستان حکومتونو د زراعتي توکو د ترجیحي تعرفو (مالیو) د کمولو هوکړه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جولای پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، "د هوکړې له مخې د افغانستان له لورې پاکستان ته پر څلور قلمه صادراتو او له هغه ځایه هم په څلور قلمه وارداتو لګول شوې تعرفې چې مخکې ۶۰ سلنه وې، ۲۷ سلنه ته ټیټې شوې دي."
له افغانستانه په صادراتو (برامداتو) کې انګور، انار، مڼې او رومیان (ټماټر) او له پاکستانه په وارداتو (درامداتو) کې ام، کېنو، کېلې او کچالو شامل دي.
دا هوکړه د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمد الله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر جاوېد پاول په اسلام اباد کې لاسلیک کړې ده.
د زاهد په مشرۍ پلاوی د جولای پر ۲۲مه په دوه ورځني رسمي سفر اسلام اباد ته ورغلی وو.
د طالبانو د صعنت او سوداګرۍ وزارت وايي، پر زراعتي توکو د تعرفو کمېدل د اګست له پیل څخه عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ سوداګري د تورخم او نورو لارو د بندېدو، پر ټرانسپورټرانو او کاروباریانو د اسلام اباد د بېلابېلو محدودیتونو او داراز، د افغانستان پر مالونو د لویو تعرفو یا ټیکسونو له وجې خورا اغېزمنه شوې ده.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې له افغانستان سره د ټرانزیټ سوداګرۍ په موافقه کې بدلونونه وکړل او د افغان سوداګرو پر واردوونکو مالونو یې د ۱۰ فیصده تعرفې یا فیس تر څنګ د ځينو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه. اسلام اباد وايي چې د افغانستان په نوم داسې شیان واردېږي چې هلته یې اړتیا نه وي او بیا پاکستان ته قاچاقېږي چې ورته مالي زیان اړوي.