د کواټ (کوهاټ) د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیمي ادارې (بورډ اف انټرمېډییټ اېنډ سېکنډري اېجوکېشن) د نهم او ۱۰م (میټرک) ټولګیو د کلنیو ازموینو نتیجې اعلان کړې دي.
د بورډ چارواکو د جولای پر ۲۹مه د پایلو اعلان او د لوړو مقامونو (پوزیشنونو) اخیستونکو زده کوونکو ته د انعامونو ورکولو لپاره د کواټ په افتخار اډېټورییم (تالار) کې غونډه جوړه کړې وه چې مشر مېلمه یې په قامي اسمبلۍ کې د ضلعې استازی شهریار اپرېدی وو.
د بورډ کنټرولر وویل ملک مقصود وویل، سږ کال د نهم او ۱۰م ټولګیو څه باندې ۱۰۰،۰۰۰ زده کوونکو امتحان ورکړی وو چې ورڅخه یې ۵۳،۴۰۰ شاګردان بریالي شول.
د بورډ مشر محمد امتیاز ایوب غونډې ته په وینا کې وویل، سږ کال یې په امتحانونو کې د نقل مخنیوي لپاره سخت اقدامات کړي ول.
د نتیجو له مخې، په ساینسي مضامینو کې لومړي دوه مقامونه نجونو او درېیم یې هلک ترلاسه کړی دی.
لومړی مقام مهوش او حورین سعید، دویم علېشبه فیصل، عایزې اعجاز او طیبه ماهین او درېیم پوزیشن موسا نعیم ترلاسه کړ.
مهوش د غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، د "یتیمۍ" په ژوند کې دې مقام ته رسېدل "لوی اعزاز" بولي.
اخوا حورین سعید وايي، پایلو وښوده چې نجونه له چا وروسته پاتې نه دي او په هر ډګر کې د سیالۍ او لوړو مقامونو ګټلو پوره وړتیا لري.
په پاکستان کې له نهم ټولګي څخه تر ۱۲ پورې د ثانوي او اعلا ثانوي تعلیم بورډونه له زده کوونکو څخه امتحانونه اخلي چې نتیجې یې د زده کوونکو د لوړ تعلیم لپاره خورا مهمې وي.
په خیبر پښتونخوا کې له نهمه تر ۱۲م ټولګي پورې د امتحانونو لپاره ټول اته بورډونه دي.