د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په کوټه کې د ۲ وړو نجونو مړي موندلي دي


یوشمېر کسان د کوټې د سېول یا سنډېمن صوبايي روغتون د بیړنیو طبي خدماتو مرکز مخې ته ولاړ دي - د جولای ۳۱مې انځور.
یوشمېر کسان د کوټې د سېول یا سنډېمن صوبايي روغتون د بیړنیو طبي خدماتو مرکز مخې ته ولاړ دي - د جولای ۳۱مې انځور.

پولیس وايي، د بلوچستان په مرکز کوټه کې یې په بوجیو (ګونیو) کې د دوو کوچنیو نجونو مړي موندلي دي.

د سریاب تاڼې د پولیسو یو افسر فتح پرکاني د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د خویندو مړي یې د جولای پر ۳۰مه شپې ناوخته له قمبراني سړک سره نېږدې په بنګلزیو کې موندلي دي.

نوموړي وړاندې وویل، "مړي د ماشومانو د مور د عمه (د پلار خور) له کور سره نېږدې په بوجیو کې بند پراته ول چې موږ سېول روغتون ته ولېږدول."

پولیس وايي، د یوې نجلۍ عمر درې او د بلې پینځه کاله دی.

د کوټې په سېول یا سنډېمن صوبايي روغتون کې د پولیسو سرجنې یا جراحې عایشې فیض د جولای پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل، تر مړینې وروسته د معاینې (پوسټ مارټم) له مخې نجونه د سا بندېدو له وجې مړې شوې دی. هغه وايي، داسې ښکاري چې هغوی ښايي شاوخوا درې ورځې مخکې وژل شوې وي ځکه چې مړي یې په خرابېدو ول.

پولیس وايي، د ماشومانو مور او پلار له تېر یو نیم کال راهیسې له یو بله جلا شوي ول او د ماشومانو مور د خپلې عمه په کور کې اوسېده.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ماشومانې چا او ولې وژلې دي خو پرکاني زیاتوي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG