اوکرایني چارواکي وايي، روسیې پر سر ښار کییف د توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کړي دي چې پکې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او ۸۲ ژوبل دي.
په کییف کې د پوځي انتظاميې مشرر مشر تیمور تکاچېنکو د جولای پر ۳۱مه ویلي، د تېرې شپې بریدونو د کییف په ۲۷ ساحو کې زیانونه اړولي دي او په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.
د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي د جولای پر ۳۱مه پر ټېلېګرام په یو بیان کې ویلی، خلک تر ړنګو ودانیو بند پاتې دي.
هغه تور پورې کړ چې روسيې د خلکو کورونه په نخښه کړي دی. زېلېنسکي روسان د "ترهګرو" په نامه یاد کړي دي.
په ورته وخت کې روسیې ادعا کړې ده چې د اوکراین ختیز ښارګوټی چاسیف یار یې نیولی دی خو اوکراینیو چارواکو دا دعوه ناسمه بللې ده.
اوکرایني چارواکي زیاتوي، د روسيې دفاع وزارت په پرله پسې توګه ناسم معلومات خپروی.
روسیې درې کاله مخکې په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه دوام لري.