د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانی ولسمشر په ۲ ورځني سفر اسلام اباد ته ځي


ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې پارلېمان ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.
ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې پارلېمان ته وینا کوي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایرانی ولسمشر مسعود پزشکیان د وزیراعظم میا محمد شهباز شریف په بلنه اسلام اباد ته ځي.

وزارت د اګست پر لومړۍ نېټه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، د اګست له دویمې څخه تر درېیمې پورې د سفر پر مهال به نوموړی له خپل پاکستاني سیال اصف علي زرداري او وزیراعظم شریف سره وګوري.

بیان وايي، له پزشکیان سره په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او نور وزیران او چارواکي شامل دي.

تر دې مخکې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په مې کې تهران ته تللی وو.

د بهرنیو چارو وزارت دا نه ده روښانه کړې چې د دواړو هېوادونو چارواکي به پر کومو موضوعاتو خبرې کوي، خو زیاته کړې یې ده چې د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان "لومړی سفر" به د دواړو خواوو ترمینځ "د ورورګلوۍ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي."

البته د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د ۲۰۲۴ز په جنورۍ کې د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د هغو پېښو له وجې د دواړو هېوادونو سفارتي اړیکې د لنډ وخت لپاره ځنډول شوی وې خو د جنورۍ پر ۲۶مه د ایران او پاکستان سفیران اسلام اباد او تهران ته ستانه شول.

تر دې وروسته دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې "د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو" کولو توافق وکړ.

پزشکیان پر داسې مهال پاکستان ته ځي چې امریکا په جولای کې د ایران پر فردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو حملې وکړې. تر دې مخکې اسراییلو په جون کې د ایران پر اټومي او پوځي تاسیساتو لویې حملې کړې وې او ایران یې په غبرګون کې پر اسراییلو توغندي ویشتلي ول.

د ایران پارلېمان د جون پر ۲۵مه د تهران او تل ابیب ترمینځ تر اوربند یوه ورځ د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د همکاریو ځنډولو مسوده منظوره کړې وه.

XS
SM
MD
LG