د لاسرسي ځای

تازه خبر

وېسټ انډیز په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې پاکستان ته په ۲ وېکټو ماتې ورکړه


د اګست پر درېیمه د وېسټ انډیز جېسن هولډر په وروستي توپ په څلوریزې وهلو په دویمه سیالۍ کې د خپلې لوبډلې بریا لمانځي.
د اګست پر درېیمه د وېسټ انډیز جېسن هولډر په وروستي توپ په څلوریزې وهلو په دویمه سیالۍ کې د خپلې لوبډلې بریا لمانځي.

د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په دویمه سیالۍ کې پاکستان ته په دوو وېکټو ماتې ورکړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د امریکا د فلورېډا ایالت په لوبغالي کې د اګست پر دویمه د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.

پاکستان په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۳۳ منډې وکړې. حسن نواز ۴۰، سلمان علي اغا ۳۸ او فخر زمان ۲۰ منډې وکړې.

د وېسټ انډیز جېسن هولډر څلور، ګوداکېش موتي دوه او روسټن چېس یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې وېسټ انډیزۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ. د وېسټ انډیز جېسن هولډر په وروستي توپ په څلوریزې (چوکې) وهلو خپلې لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه.

ګوداکېش موتي ۲۸، شای هوپ ۲۱ او هولډر ۱۶ منډې وکړې. د پاکستان محمد نواز درې، صایم ایوب دوه او سفیان مقیم یو لوبغاړی وسوځاوه.

تر دې مخکې د اګست پر لومړۍ نېټه پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې وېسټ انډیز ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړې وه.

د اګست پر څلورمه دواړه لوبډ‌لې په وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې د فلورېډا په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت سهار پینځه بجې پیل شي.

وېسټ انډیز او پاکستان په اګست کې د درې یو ورځنیو یا ۵۰ اووره سیالیو لوبلړۍ هم لري چې لومړۍ هغه یې د اګست پر اتمه، بیا پر ۱۰مه او وروستۍ یې پر ۱۲مه د وېسټ انډيز په براین لارا لوبغالي کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG