پولیس وايي په لکي مروت کې نامعلومو وسلوالو د اېف سي ځواک یو سرتېری او د هغه مېرمن په ډزو وژلي دي.
د پولیسو لخوا رسنیو ته د اګست پر نهمه په استول شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې تېر ماښام د شهبازخېلو تاڼې په حدودو کې د اېف سي ځواک یو سرتېری له خپلې ښځې سره په رېکشه کې روان وو چې نامعلومو وسلوالو پرې ډزې وکړې. خبرپاڼه وايي، د ډزو په پایله کې دغه سرتېری په موقع ووژل شو او ښځې یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړه.
پولیس وايي بریدګر له ډزو وروسته تښتېدلي دي.
کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی قبول کړی.
په لکي مروت او ورڅېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم د وسلوالو په بریدونو کې امنیتي سرتېري، پولیس او ولسي کسان وژل شوي دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې چې پرضد یې ګوندونو، فعالانو، کاروباریانو او ولسي وګړو لویې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.