د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې وسلوالو یو سړی وژلی دی او یو ۱۲ کلن ماشوم یې تښتولی دی.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اګست پر ۱۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل، نظر ګل او هغه ماشوم د اګست پر نهمه ماسپښین مهال په پټي کې کار کاوه چې وسلوال ورغلل او د هغوی د تښتولو هڅه یې وکړه.
دی وايي، هغوی نظر ګل د مزاحمت کولو له وجې وویشت او ماشوم، چې له نوموړي سره د وینې رشته نه لري، یې وتښتاوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې وسلوالو هغه ولې وژلی او ماشوم یې چېرې بیولی دی.
د پېښې پرضد د سیمې مشرانو په کلایه کې د سرکاري دفترونو مخې ته احتجاج وکړ چې د انتظامي چارواکو په ډاډ یې پای ته ورساوه.
پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي، د تښتول شوي ماشوم د موندلو او وسلوالو د نیولو هڅه کوي او زیاتوي چې انتظامیې د وژل شوي کس له کورنۍ سره د مالي مرستې ژمنه کړې ده.