د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې د شدید بشري بحران خبرداری ورکړی دی


په کابل کې ښځې د هند د مرستو د وېش له مرکزه روانې دي - د مې ۱۸مې انځور
په کابل کې ښځې د هند د مرستو د وېش له مرکزه روانې دي - د مې ۱۸مې انځور

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وايي، د افغانستان څه باندې ۲۰ سلنه خلک، چې د هېواد نهه نیم مېلیونه نفوس جوړوي، د خوړو له شدید کمښت سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی که د هغو بېوزلو د لاسنیوي په خاطر کافي بودیجه ترلاسه نه کړي، په نېږدې راتلونکې کې به هغوی له سخت ناورین سره مخامخ شي.

ډبلیو اېف پي د اګست پر ۱۲مه په افغانستان کې د وضعیت په اړه په خپل راپور کې ویلي، په کمې بودیجې کولی شي هره میاشت یوازې یو مېلیونو اړمنو کسانو ته کافي خواړه ورسوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په ټکو، د افغانستان مهمې حیاتي سرچینې د بهرمېشتو افغانانو هېواد ته د پیسو لېږد، بشري مرستې او کرنه دي چې له سخت فشار سره مخامخ دي. اداره وايي، د بهرمېشتو افغانانو جبري اخراج له وجې هېواد ته د پیسو لېږد کم شوی، له ۳۴ څخه په ۱۹ ولایتونو کې د وچکالۍ له وجې زراعتي پیداوار اغېزمن شوی او د نړیوالو خوراکي مرستو کمښت دا بحران لا ژور کړی دی.

د ملګرو ملتونو هغې ادارې په ګډون یو شمېر نورو سازمانونو هم په افغانستان کې د شدید بشري بحران خبرداری ورکړی او د امریکا د بهرنیو مرستو له بندېدو سره دا ناورین لا جدي شوی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو له ۴۰ فیصده زياته برخه امریکا برابره کړې وه.

تر دې وړاندې نړیوال بانک هم د جنورۍ پر ۲۱مه په خپل راپور کې اټکل کړی وو چې ۱۱.۶ مېلیونه افغانان، چې د هېواد د ابادۍ شاوخوا ۲۵ سلنه برخه جوړوي، د کافي خوړو ترلاسه کولو لپاره "سخته مبارزه" کوي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې ویلي ول چې د افغانستان ټوله ابادي ۳۵.۸ مېلیونه ده، خو د ملګرو ملتونو د نفوس چارو ادارې د اټکل له مخې، هغه هېواد شاوخوا ۴۴ مېلیونه وګړي لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د خوړو د کمښت خبرداری پره داسې مهال ورکړی دی چې له ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران او تاجکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوې ده او هېواد ته ستانه شوي کډوال د سر پناه او خوراکي توکیو په برابرولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG