د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا د روسیې او اوکراین د مشرانو د غونډې د ژر کېدو احتمال کم بللی او پر مسکو یې د نویو بندیزونو د امکان خبره کړې خو دا یې هم وویل چې اوکراینی اړخ هم له ملامتیا خلاص نه دی.
ولسمشر ټرمپ د اګست په ۲۶مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، غواړي چې جګړه "پای ته ورسي."
نوموړي وویل "دا هغه څه دي" چې "ډېر جدي یې په ذهن کې دي" او غواړي چې جګړه ختمه شي.
ده د اقتصادي بندیزونو خبره هم وکړه او و یې ویل، "دا به نړیواله نه بلکې یوه اقتصادي جګړه وي."
ټرمپ وویل، "اقتصادي جګړه به ښه نه وي، د روسیې لپاره به هم بده وي" او دا هغه څه دي چې نه یې غواړي.
امریکايي ولسمشر تر دې مخکې هم د مسکو پر وړاندې د اقتصادي اقداماتو خبرداری ورکړی خو لا یې عملي کړی نه دی. البته واشنګټن او غربي هېوادونو د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له بشپړ یرغل راهیسې پر مسکو یو لړ بندیزونه لګولي دي.
ټرمپ د خپلې کابینې تر یوې ټېلېوېژني غونډې وروسته په خبرو کې وویل چې اوکراینی ولسمشر وولودیمیر "زېلېنسکي هم بې ګناه نه دی."
نوموړي وویل، اوس یې له زېلېنسکي سره "تعلق ښه" دی، او اوسنۍ اړیکې یې ځکه هم د پخوا پرتله بدلې دي چې اوس امریکا اوکراین ته پیسې نه ورکوي.
ټرمپ دا خبره د هغې موافقې په حواله کړې چې له مخې یې د ناټو غړي هېوادونه د کییف لپاره له امریکا څخه وسله اخلي.
امریکايي ولسمشر په خپلو خبرو کې د کییف پر وړاندې د اقداماتو اشاره هم ورکړه خو نور وضاحت یې ور نه کړ.
مسکو د امریکا او روسیې ولسمشرانو ترمینځ په الاسکا کې د اګست ۱۵مې پر غونډې او درې ورځې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ، زېلېنسکي او اروپايي مشرانو ترمینځ پر لیدنې سربېره پر اوکراین حملو ته زور ورکړی دی. په همدې حال کې اوکراین هم پر روسیې ډرون حملې کړې دي.