د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټام اېکرټ په پېښور کې د امریکا نوی قونصل جنرل وټاکل شو


ټام اېکرټ تر دې وړاندې په افغانستان او نورو هېوادونو کې هم وظیفه ترسره کړې ده ـ د سېپتېمبر څلورمې انځور
ټام اېکرټ تر دې وړاندې په افغانستان او نورو هېوادونو کې هم وظیفه ترسره کړې ده ـ د سېپتېمبر څلورمې انځور

په پېښور کې د امریکا نوی ټاکل شوی قونصل جنرل ټام اېکرټ وايي، لېواله دی چې په خیبر پښتونخوا کې د اقتصادي پرمختګ د فرصتونو د موندلو او د روڼ او پرامنه راتلونکې لپاره له ځايي حکومت سره په ګډه کار وکړي.

ټایم اېکرټ دا څرګندونې د سېپټېمبر پر څلورمه په پېښور کې د امریکا په کونسلګرۍ کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي په همدې ورځ په پېښور کې د امریکا د نوي قونصل جنرل په توګه خپل ماموریت پیل کړ. هغه په خپله وینا کې دا هم وویل چې د خیبر پښتونخوا د کولتور، ورثې او مېلمه پالنې په اړه یې ډېر څه اورېدلې دي.

په پاکستان کې د امریکا د سفارت شازدافیرې (ناظم الامور) نټالي بیکر د ټام اېکرټ د معرفي کولو غونډې ته د وینا پر مهال وویل، نوی ټاکل شوی قونصل جنرل به د خیبر پښتونخوا له حکومت او خلکو سره د امریکا د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره خپل مهم رول ولوبوي.

ټام اېکرټ په ۲۰۰۳ز کال کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره کار پیل کړی او تر دې وړاندې یې په افغانستان، قبرص، ویت نام، برما او عراق کې هم د امریکا په سفارتونو کې په بېلابېلو عهدو کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG