ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپتمبر پر نهمه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د اسیا ۲۰ اوریزه کرکټ جام لومړۍ لوبه وکړي.
دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو کې د پېښور پر وخت په اووه نيمې او د کابل پر وخت په اووه بجې پيليږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلا دېش او سریلنکا سره لوبې کوي.
د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سپټمبر پر اوومه د درې اړخیزه سیالۍ په پای لوبه کې له پاکستان څخه په ۷۵ رنزونو ماتې وخوړه . دغه لوبې د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد متحده عرب اماراتو ترمینځ وشوې.