د لاسرسي ځای

تازه خبر

نصير احمد فایق طالبان د پخواني نظام د پوځیانو په شکنجولو، نیولو او وژنو تورن کړي دي


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یوځل بیا د طالبانو له خوا د ده په ټکو " د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو" پر دوام نیوکه کړې ده.

فایق د سېپتېمبر پر اتمه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " مستند راپورونه شته چې ښيي له ګاونډیو هېوادونو اخراج شوي پخواني پوځیان افغانستان کې په هدفي ډول وژل شوي".

د فایق په خبره دا د بشریت ضد جنایت دی او عاملان یې باید ځواب ویونکي اوسي.

فایق د بي بي سي هغه راپور ته هم اشاره کړې چې د دوو سرچینو په حواله یې لیکلي، د طالبانو استخباراتو د پخواني جمهوري نظام دوه لوړپوړي قومندانان نیولي دي.

د دغه راپور له مخې نیول شوي قومندانان یو فرید سیدخیلي دی چې پخواني حکومت کې د بغلان د پامیر قل اردو د دریمې لوا قومندان و او بل هم پرویز سیدخیلي دی چې د همدې لوا د پلي کنډک مشر و.
دغه کسان د کابل په ۱۱مه او ۴مه حوزه کې نیول شوي دي.

فرید سیدخیلي وروستیو کې له ایران او پرویز سیدخیلي له پاکستانه افغانستان ته ډیپورت شوي دي.
د طالبانو د حکومت تراوسه د دغه خبر د تایید یا رد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG