د لاسرسي ځای

تازه خبر

کییف وايي د روسیې هوايي بریدونو کې یې ۲۰ ولسي کسان وژل شوي


د اوکراین د ډونېسک یارووا سیمه کې له بریده وروسته حالت - د سېپټېمبر نهمې انځور
د اوکراین د ډونېسک یارووا سیمه کې له بریده وروسته حالت - د سېپټېمبر نهمې انځور

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي وايي روسیې د هغوی د هېواد په ختیزه سیمه کې په تازه بمبارۍ کې ۲۰ ولسي کسان وژلي دي.

نوموړي پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې د سېپټېمبر پر نهمه روسيې په ډونېسک کې پر یارووا کلي کې د بمبارۍ پر مهال نېغ په نېغه ولسي خلک په نخښه کړي دي.

هغه له نړېوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د روسیې دغو حملو ته دې مناسب غبرګون وښايي.

تر دې څو ساعته وړاندې روسي چارواکو ادعا کړې وه چې اوکراینیو ځواکونو په ډونېسک کې د روسیې تر واک لاندې په دوو سیمو په ډرون او میزایلي حملو کې دوه کسان وژلي دي.

د روسي او اوکرایني چارواکو لخوا د یو بل پر سیمو د حملو دا خبرونه پر داسې مهال مخې ته راغلې دي چې د اوکراین په اړه د ۵۰ هېوادونو د رابطې ګروپ د سېپټېمبر په نهمه په لندن کې غونډه کوي. په دغه غونډه کې د ناټو غړي هېوادونه او ملګري یې ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG