د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا د "یهودانو ضد بریدونو" په تړاو د ایراني سفیر او ۳ ډېپلوماټانو د ایستلو پرېکړه کړې


په کینبرا کې د ایران پر سفارت د هېواد بیرغ رپېږي - د اګست ۲۶مې انځور.
په کینبرا کې د ایران پر سفارت د هېواد بیرغ رپېږي - د اګست ۲۶مې انځور.

اسټرالیا د ایراني سفیر د ایستلو او د هغه هېواد د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) د "ترهګر سازمان" په توګه د نومولو او ورباندې د بندیزونو لګولو پرېکړه کړې ده.

د کینبرا دا فیصله ښايي برېتانیا او اروپايي ټولنه هم ورته اقدام اخیستو ته وهڅوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اسټرالیا استخباراتي ادارو د ایران حکومت د ۲۰۲۴ز کال په وروستیو کې په سېډني او مېلبرن ښارونو کې "د یهودانو ځایونو ته د اور اچولو" په پېښو کې ککړ بللی دی.

اسټرالیا په پلازمېنه کینبرا کې د ایران سفیر او درې نورو چارواکو ته په یوه اونۍ کې د هېواد پرېښودو امر کړی دی. دا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې لومړی ځل دی چې اسټرالیا د یو هېواد سفیر شړي.

وزیراعظم اینتني البانیزې د اګست پر ۲۶مه وویل، امنیتي ادارو یې معلومه کړې چې ایران په اسټرالیا کې د یهودانو پر ضد په دوو بریدونو کې لاس لري.

په هغو کې یې یو برید په سېډني کې پر یو رستوران شوی وو چې پکې رستوران سوځېدلی وو او دویم یې بیا د ډېسېمبر په پیل کې په مېلبرن کې د یهودانو پر کنیسې (سایناګاګ) شوی وو.

د چارواکو له اعلان سره سم، اسټرالیا په تهران کې خپل سفارت رخصت کړی او کارکوونکي یې درېیم هېواد ته لېږدولي دي.

په فېنلینډ کې مېشت یو پخواني ایراني ډېپلوماټ حسین عليزاده د مشال راډیو ایرانۍ څانګې (فردا راډیو) ته ویلي، کینبرا تهران ته "واضحه پیغام" ورکړی دی.

نوموړي د اګست پر ۲۶مه وویل، په ډېپلوماټیکو اړیکو کې د یو ډېپلوماټ ایستل هم لویه معنا لري خو اسټرالیا چې وايي، له ایراني سفیر سره درې سفارتکارانو (ډېپلوماټانو) ته د هېواد پرېښودو امر کړی نو له دې جوتېږي چې کینبرا د خپلو تورونو "کره شواهد" لري.

ایران په اسټرالیا کې په حملو کې د ککړتیا تور ردوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې د هېواد په تګلاره کې یې "یهودیت ضد چلند" ځای نه لري.

داراز، د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي چې د اسټرالیا "پرېکړه سیاسي" ده خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.


XS
SM
MD
LG