پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو کې وسلوالو د اېف سي ځواک یو سرتېری وژلی دی.
د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد خان مشال راډیو ته وویل چې د اېف سي ځواک سرتېری په رخصتۍ (چوټۍ) کور ته تللی وو چې د اپرېل پر ۲۰مه سهار په تاجه زیو سیمه کې وسلوالو وویشت.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه سرتېری چا او ولې وژلی دی خو خان زیاتوي چې د پېښې مقدمه یې دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د رپورټ په وینا، د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان کې وشوې.
په همدې حال کې پوځ او پولیسو د وسلوالو ډلو پرضد هدفي عملیاتو ته هم دوام ورکړی دی او د شخړو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا، امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
رپورټ زیاتوي چې سږنی مارچ په تېره لسیزه کې د سرتېرو د مرګژوبلې له پلوه دویمه تر ټولو خونړۍ میاشت وه.