په کوز جنوبي وزيرستان کې ناڅرګنده وسلوالو د پوليسو يو افسر په ډزو وژلی دی.
د جنوبي وزيرستان د اعظم ورسک پوليس تاڼې مشر عالمګير مسيد د مې پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو تېره ورځ په دژه غونډۍ سيمه کې سب انسپکټر محمود خان په ډزو وواژه او وروسته وتښتېدل.
نوموړي زياته کړه، پوليسو مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې يې روانې کړې دي.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د بريد ذمه واري نه ده منلې، خو تر دې وړاندې په خيبر پښتونخوا کې پر امنيتي سرتېرو او پوليسو د زياتره بريدونو مسوليت وسلوال طالبانو منلی دی.
د دې پېښې په غبرګون کې په جنوبي وزيرستان کې د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ اياز وزير مشال راډيو ته وويل چې چارواکي د هغې ضلعې د امنيت ټينګولو لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي، خو ضلعي انتظاميې او امنيتي چارواکو په وار وار ويلي دي چې هغوی د امنييت د ټينګښت لپاره هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د صوبې په جنوبي ضلعو، کې له تېرو درو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او وسلوالې ډلې اکثر پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، فعالانو، سیاستوالانو او دیني عالمانو حملې کوي.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.
د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي چې امنیتي ځواکونو هم مارچ کې خپل عملیات سخت کړل چې پکې ۸۳ مشکوک وسلوال، ۱۳ سرتېري او ۱۱ ولسي وګړي ووژل شول.
د پاکستان حکومت وايي، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی. ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۲۳مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وویل چې "ملت او امنیتي ادارې د ترهګرۍ پرضد "یو موټی" دي او وسلوالې ډلې خپلو "شومو موخو" ته رسېدو ته نه پرېږدي.