وزیراعلی بلوچستان:بې پیسو وزارتونه نه قبلوو



د بلوچستان وزیراعلی ويلي چي له نويو وزارتوسره دې مرکز دوی ته مالي سرچینې (فنډز) هم ورکړي،ګني نه یې قبلوي.

د پاکستان مرکزي کابینې د ګل/سه شبنه په ورځ اووه نور وزارتونه د مرکز لخوا صوبو ته د ورکولو منظوري ورکړې. دا وزراتونه به سره دخپلو کارکونکو او فعالیتونو د را روانې میاشتې د لومړۍ نیټې نه صوبو ته وسپارل شي.

وزیراعلی نواب اسلم ريساني دشورو/چارشبنې ورځ داسمبلۍ ترغونډي وروسته له خبریالانوسره په خبروکي وویل، په اتلسم ترمیم کي چي کوم وزارتونه صوبو ته سپارل کېږي، په هغه باندي زموږ دریځ دا دی چې، ترراتلونکي قامي مالیاتي کمیشن پوري دې ددې ټول لګښت مرکزي حکومت برداشت کړي.


له رسنیو سره په خبروکې ریساني دګوادر بندر او ریکوډک زیرموپه اړه وویل، موږ ګوادر بندر چلول غواړو. موږ غواړو چي ګوادر بندر وفاقي حکومت صوبې ته وسپاري. موږ ددې دچلولو اهیلیت لرو. ریکوډک هم موږچلول غواړو، او هم يې چلولی شو. زموږ سره ټيکنالوژي او دضرورت فنډز هم شته٬٬

د ګوادر بندر تردې دمه د مرکزي حکومت په کنټرول کې دی .چي دبلوچستان حکومت يې تردې مخکي هم په بیا بیا صوبې ته د سپارلوغوښتنه کړې ده.