د پالې شاه په اړه نامتو پښتون اداکار، لیکوال، او د ډرامو هدایت ورکوونکی جمال شاه وايي، پالې شاه د انګرېزانو په وخت کې دی، شاید ۱۹۳۰ یا ۱۹۳۵ز کال وو چې دی ډېر زیات مشهور شو.
پالې شاه د انګرېزانو پر ضد د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.
لیکوال او څېړونکی عصمت ظهیر وايي، پالې شاه ((د دې سیمې وطني، ملي غازي وو)) او په ډېره غریبۍ کې یې د پښتنو افغانانو د حقونو لپاره مبارزه پیل کړه.