راتلونکي حکومت له پاره اقتصادي رغاونه ډېره ګرانه ده



پراګ - د مې پر ۱۱مې نېټې په پاکستان کې د کېدونکو انتخاباتو په نتیجه کې به په پاکستان کې نوی حکومت جوړېږي.


شنونکي وايي، د ترهګرۍ، نا امنۍ او ناکرارۍ تر څنګ د پاکستان یوه لویه مسله اقتصادي ده او د اقتصاد بیا رغاونه به د نوي حکومت له پاره لویه ننګونه وي.

دا چې راتلونکی حکومت به دا کار وکړای شي او بل دا چې د پاکستان اقتصادي مسله څومره لویه ده؟

پر دې موضوع د مشال راډیو خبریال د پاکستان د مالي چارو له پخواني وزیر سرتاج عزیز سره خبرې کړې دي.

سرتاج عزیز وايي، په تېرو شپږو کالونو کې د پاکستان اقتصاد یوازې درې فیصده وده کوي.

دی وايي، تر هغو چې په پاکستان کې د پانګونې له پاره حالات سم نه کړای شي، اقتصادي وده او اقتصادي رغاونه شونې نه ده.

عزیز وايي، څومره چې یو هیواد د پیسو له نړیوال صندوقه ډېرې پیسې اخلي، هومره ورباندې سخت شرطونه لګول کېږي.

پوره مرکه دلته واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له سرتاج عزیز سره مرکه