پراګ - په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپاله ګوند – بلوچستان نیشنل پارټۍ (مېنګل) – مشر سردار اختر مېنګل پر کور وسله والو حمله کړې ده.
د شنبې او یکشنبې شپې تر منځ په دې شوې حملې کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
پولیس وايي، وسله وال پر موټر سایکل د اختر مېنګل کور ته ورغلي ول، د کور په انګړ (غولي) کې یې دوه لاسي بمونه ور وغورځول او وتښتېدل.
پولیس زیاتوي، د حملې پر وخت اختر مېنګل په کور کې نه وو.
د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ دا برید په سختو ټکو کې غندلی دی.
د حملې پړه چا نه ده منلې.
د بلوچستان نیشنل ګوند یو مشر ثنا الله بلوڅ وايي، دا حمله هغو کسانو کړې ده چې غواړي بلوڅان غیر سیاسي کړي. دی وايي، د دې موخه دا ده چې بلوڅان د دې جوګه پاتې نه شي چې د خپلو حقونو او وسایلو له پاره غږ (ږغ) پورته کړي.
له ثنا بلوڅ سره مې د دې برید تر څنګ د بلوچستان د مسلې په اړه خبرې وکړې.
دی وايي، په افغانستان کې د بلوڅ – پښتون پیوستون ورځ لمانځل ډېر ښه کار دی او باید دا ډول هلې ځلې زیاتې شي ځکه چې په اسلام اباد کې ناست واکداران د پښتنو، بلوڅانو او نورو قامونو له مسلو او احساساتو نا خبره دي.
له ثنا بلوڅ مې پوښتنه وکړه چې د دوی په اند پر اختر مېنګل برید چا او ولې کړی دی؟
د ده ځواب او نوره مرکه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د بلوچستان په اړه له ثنا الله بلوڅ سره مرکه