وزيراعظم نواز شريف ویلي چې ً حکومت به د ملک د دفاع لپاره پوځ ته ټول ممکنه وسايل ورکړي. پوځي پېشه له پوځه د ځانګړې قربانۍ او وفادارۍ تقاضه کويً.
نواز شريف زياته کړې چې د پاکستان د قومي ګټو لپاره به دوی په ګډه کار کوي.
پاکستاني وزيراعظم نواز شریف دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې په دې وروستیو کې د دې ملک د حکومت او پوځ ترمنځ د اختلافاتو رپوټونه راغلي دي.
د سياسی چارو شنونکي وايي چې که څه هم د پاکستان سياسي اداري مضبوطي نه دي خو د جمهوريت د بقا لپاره يو دي.
د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري مشال راډیو ته وویل چې د حکومت او پوځ له خوا یوازې په بیانونو کار نه کېږي بلکې هغوی دي هغه مسلې هوارې کړي پر کوم چې د دوی یو له بل سره اختلاف دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پاکستاني حکومت او پوځ تر منځ د اختلافاتو په اړه د ګل ایاز رپوټ دلته واورئ