د يادې پيښې په مناسبت په پېښوره کې يو ورځنۍ تعليمي ناسته شوې چې پکې په لسګونو ، مدني فعالانو ، سياسي غړو او زده کونکو ګډون وکړ. د ناستې ګډونوال د وړيا ابتدايي تعليم او د تعليم لپاره د فنډونو زياتولو غوښتنه وکړه:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پېښور: د ارمي پبلیک سکول پېښې قربانیانو یاد ولمانځل شو
د خیبر پښتنونخوا صوبايي اسمبلۍ په دالان کې هم یوه دستوره وشوه او شمعی بلې کړل شوې.
د صوبايي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې د هغې پیښې په سختو ټکیو غندنه وکړه او ویې ویل پکار ده چې وفاقي حکومت په هېواد کې د امن ټینګولو لپاره پر نېشنل ایکشن پلان سم عمل وکړي:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
وفاقي حکومت دې پر قامي اېکشن پلان سم عمل وکړي. اسد قیصر
د ننګیال او شموېز خور:((ولې مو وروڼه راوژني))
د ۲۰۱۴م کال د دسمبر پر ۱۶ مه نېټه د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د دوو وژل شویو وروروڼو ننګیال او شموېز خور مهوش طارق وايي، ولې زموږ د ماشومانو له سرونو سره لوبې کېږي:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
"ولې مو وروڼه وژنئ"
اکبرخان: ''زما زوي چې نن هم د ډزو اوازونه واوري نو د کور ټولې دروازې بندې کړي."
د پېښور ارمي پبلک سکول په پېښه کې د ژوبلو کسانو سازمان ((غازي فورم))مشر اکبر خان چې د خپل زوی يو لاس يې په هغه پېښه کې ناکاره شوی، وايي د زده کونکیو او استادانو په ګډون شا وخوا ۱۵۰ کسان ژوبل شوي وو چې ډيرو په کې لاس، خپې يا د بدن نور غړي له لاسه ورکړي خو د ده په خبره تر دې هم خطرناکه خبره دا ده د کومو زده کونکیو ترمخ چې د هغوی ملګري او استادان وژل شوي هغوی اوس هم وېرېږي:
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پښتنو د نورو لپاره خپل بچي مه وژنۍ
اکبر خان د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته په پښتنو غږ وکړ چې د نورو خوشالولو لپاره دې د خپلو بچو وژل او تعليمي ادارې ړنګول بند کړي. نوموړی وايي:
''ما خپل بچي ته نه دي ژړلي خو د هغو مېندو او پلرونو ژړا ژړولې يم چې بچي يې په ارمي پبلک سکول کې وژل شوي وو.''
د پېښور پر ارمي پپبلک سکول د وسله والو خونړي بريد دویم تلین په داسې حال کې لمانځل کېږي چې لا هم د ترهګرۍ پېښې دوام لري. اېله یوڅو ورځې مخکې د افغانستان په وردګو کې وسله والو يو زده کونکی په دار وځړولو. بلخوا د خېبر پښتونخوا په بنو کې د يو پروفسر کور وړنګول شو او یو بل بیا وسله والو وتښتولو.
د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې مو هم پر دې خبرې کړې چې د ديورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر پښتنو زده کوونکیو او تعليمی ادارو بريدونو په دغه سيمه کې تعليم ته څومره تاوان رسولی او د پښتنو پر تعليم د دې بريدونو اهداف څه دي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پښتنو پر تعليم ولې بريدونه کيږي
په بېښور کې پر ارمي پبلک سکول له بريد وروسته د پاکستان حکومت د ټولو سياسي ګوندونو په ملاتړ د ترهګرۍ وهلو لپاره یوه قامي کړنلاره (قامي اېکشن پلان) اعلان کړه او بيا پوځي عدالتونه جوړ کړل شول چې دغو عدالتونو يوشمېر وسلوالو ته د مرګ سزا ورکړه.
حکومت ادعا کوي چې پر ارمي پبلیک سکول په بريد کې ککړو کسانو ته یې هم سزا ور کړې خو د مړیو او ژوبلو زده کونکو کورنۍ اوس هم د هغې پيښې پلټنې لپاره د عدالتي کمېشن جوړلو غوښتنه کوي.