د قبایلي سیمو د زدکونکیو د ټولنې ( فاټا سټوډنټس ارګنایزیشن) د مېرمنو د څانګې مشره ثمرین خان وزیر وايي، حکومت د سر شمېرنې پر مهال د قبایلو اندېښنو ته ځواب نه وايي.
د نوموړې په وینا حکومت په وار وار قبایلو ته باور ورکوي چې د سر شمېرنې پر مهال به د دوی غوښتنې په پام کې نیول کېږي، خو بیا خپلې ژمنې نه عملي کوي.
د پاکستان پوځ د سر شمېرنې پروسه کې مرسته کوي
نوموړې مشال راډیو ته په یوه مرکه کې وویل، سر شمېرنه یوه داسې پروسه ده چې که سمه ترسره شي نو له کبله یې د قبایلو محرومیتونه ختمېدلی شي. نوموړې زیاته کړه:
« حکومت د شناختي کارتونو په کتلو سر شمېرنه کوي، خو د اکثرو قبایلي خلکو کارتونه یا بلاک شوي او یا یې هم نه لري، په ځانګړي ډول مېرمنې، نو داسې ښکاري چې سر شمېرنې څخه به قبایلیان بې برخې پاتې شي. »
د قبایلي سیمو د زدکونکیو د ټولنې مشره ثمرین وزیر زیاتوي چې اکثره قبایلیان د جنګونو له کبله د بې کورۍ ژوند تیروي نو حکومت له پکار دي چې ورته ځانګړي مرکزونه جوړ کړي چېرته چې د دغو قبایلو سر شمېرنه هم تر سره شي.
د پاکستان د سر شمېرنې د پروسې کمېشنر حبیب الله خټک
خو بل پلو، د سر شميرنې کمېشنر حبیب الله خټک مشال راډيو ته وویل چې د سر شمېرنې لپاره قامي شناختي کارت لازمي نه دی خو چې په کومو ځایونو کې افعان کډوال او یا غیر قانوني خلک پاتې کیږي، هلته دا صرف د شناخت لپاره غوښتل کېږي، ځکه چې حکومت غواړي، د ملک د ابادۍ صحیح او کره شمير معلومه کړي.
حبیب الله خټک زیاتوي چې د د راتلونکې سه شنبې په ورځ به په دې اړه یوه غونډه هم کوي چې پکې به د ټولو مسئلو د حل لپاره یو ځلي بیا خبرې اترې وشي.
د یادولو وړ ده چې په ټول ملک کې شپږمه سر او کور شمېرنه د مارچ له پنځلسمې نیټې پیل شوېده چې دا به د آپریل میاشت تر ۲۵ نیټي پوری په دوو مرحلو کې ترسره کیږي.