قبله ایاز: که مسلمانان پرمختګ غواړي، اوسمهالې زده کړې به کوي

ډاکټر قبله ایاز

د پاکستان سرکاري رسنۍ وايي په موجوده دور کې د امت مسلمه پر کردار دوه ورځنی نړيوال کانفرنس په اسلام اباد کې روان دی چې پکې د مسلمان هيوادونو استازي، وتلي عالمان او تعليمي ماهرين پر دی بحث کوي چې څرنګه د تعليمي نصاب، جديد تعليم، ساينس او تربيت د ودې لپاره کار وکړل شي.

د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز دا يو ښه ګام ګڼي او وايي چې د پاکستان په ګډون د ټولو مسلمان هيوادونو له موجوده مشکلاتو د وتو يوازينۍ لار هم دا ده چې مسلمان جديد تعليم ته مخه وکړي.

قبله اياز د پاکستان په تعليمي نظام نيواکې وکړی چې په دې کې يوازې رټه ده او داسې څه پکې نه شته چې په زده کونکو کې تنقيدي سوچ او د هغې د برداشتولو ماده پيدا کړي. نوموړی وايي تر ټولو مهمه دا ده چې د داقسمه غونډو نتيجې بايد عملي کړل شي او د دوی شورا به هم په دې لړ کې هلې ځلې کوي.

همداراز څرګندونې د پاکستان په مرکزي حکومت کې شامل د مذهبي سياسي ګوند جميعت العلما اسلام (ف) ګوند هم کوي. د دې ګوند يو غړی مولانا قاسم وايي چې دوی به د ياد نړيوال کانفرنس په څېر د غونډو نتيجو د عملي کولو لپاره کوششونه کوي.

په کوټه کې د ټولنيزو چارو پوه رازق فهيم د پاکستان حکومت لخوا په اسلام اباد کې ياد نړيوال کانفرنس يو ښه ګام بولي او وايي چې د داقسمه کانفرنسونو سياسي او ټولنيز اړخونه وي. د ده په خبره که چېرې سياسي اړخ کومه نتيجه ور نه کړي يانې حکومت په خپلو پاليسيو کې د دې کانفرنس وړانديزونو ته ځای ور نه کړي نو بيا هم د دې ټولنيز اړخ شته او هغه دا چې دا به د خلکو په سوچ کې يو بدلون راولي او ولس به دا ومني چې جديد تعليم له مذهب سره په ټکر کې نه دی.

د پاکستان سرکاري رسنيو له مخې په موجوده دور کې د امت مسلمه پر کردار دوه ورځنی نړيوال کانفرنس چې په سېشنبه په اسلام اباد کې شورو شوی وو نن چارشنبه یې وروستۍ ورځ ده. د کانفرنس ګډونوال پر دې اړه خپلې تحقيقاتي مقالې وړاندې کوي چې څرنګه په دې جديد دور کې مسلمان هېوادونه تعليمي نصاب او نورو جديدو علومو ته وده ورکولی شي.